انصار:( د لړم ۲۰ مه)، د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له لوري په نیول شویو افغان کډوالو کې ۸۰ سلنه اسنادلرونکي دي.
ډان پرون (جمعه) راپور وکړ، د استولو یا ترانزیت مرکزونو ته د استول شویو افغانانو ۸۰ سلنه په یو نه یو ډول په پاکستان کې د اوسیدو اسناد لري او دې مسئلې چارواکو ته د هغوی د استولو په پروسه کې ستونزې پېښې کړي دي.
له پاکستان څخه څو تنو افغان کډوالو وویل چې له کورونو نه شي وتلی ځکه چې پولیس او نور امنیتي ځواکونه اسناد لرونکي او بې اسناده افغانان نیسي.
د عارف په نوم یوه افغان له پېښور څخه تاند ته وویل:«پولیس هر افغان نیسي، دوی ته مهمه نه ده چې اسناد لرې او که یې نه لرې. که دې اسناد ورښکاره کړل، بیا دې هم تاڼې ته بیايي، هلته درته وايي چې لس - شل زره روپۍ راکړه کنې جېل ته دې لېږم.»
د حبیب نور په نوم یوه بل افغان له اسلام اباد څخه وویل:«ما خپل قانوني اسناد ورښکاره کړل، خو پولیسو راته وویل چې موږ دې تاڼې ته بیایو، هلته به معلومه شي چې اسناد دې سم دي او که نه دي؟»
حبیب نور وايي چې نورو افغان کډوالو ورته ویلي چې که پیسې ورنه کړي نو ممکن پولیس اسناد ورڅیري کړي او یا یې څو ورځې په تاڼه کې وساتي.
خو له افغانانو او نورو پښتنو سره تر ټولو ډېر زیاتی په سند ایالت کې کېږي.
په سند ایالت کې که څوک اسناد لري یا یې نه لري، چې څېره یې افغان او یا پښتون ته ورته وي، نیول کېږي او ځورول کېږي.
ډان ورځپاڼې هم تایید کړې چې اسناد لرونکي کسان نیول شوي او د دې لپاره چې د هغوی د اسنادو د تایید پروسه اوږده ده، په ترانزیت مرکزونو کې د اوږدې مودې لپاره ساتل کېږي.
دا مرکزونه د دې لپاره جوړ شوي چې بې اسناده افغان کډوال له نیولو وروسته هلته وساتل شي او بیا افغانستان ته دیپورت شي.
د ډان پر اساس دغو مرکزونو ته په داسې حال کې یو شمېر ماشومان هم راوستل شوي چې د کورنۍ لویان ورسره نه شته.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي چې پاکستان په ښکاره له افغانانو او افغانستان سره دښمني کوي او ظاهراً د دې کار لپاره د دوی پلمه دا ده چې ولې د افغان طالبانو حکومت د ټي ټي پي پر ضد په جګړه کې له پاکستان سره مرسته نه کوي.
د افغانستان د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.
د پاکستان د لنډمهاله حکومت مشر انوارالحق کاکړ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
ده همداراز وویل، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې انتحاري بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي.
خو د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د انوارالحق کاکړ د ادعاوو د ردولو ترڅنګ ویلي چې «هغوی باید خپل کورني مسایل په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي.»
د پاکستان سرپرست صدراعظم د دې ادعا په ځواب کې چې د طالبانو د حکومت له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې تروریستي پېښې ۶۰ سلنه زیاتې شوي او انتحاري بریدونه بیا ۵۰۰ سلنه ډېر شوي دي، ذبیح الله مجاهد ویلي:«دا د دې دلیل نه شي کیدای چې ګنې موږ به د پاکستان د نا امنیو تر شا یو.»
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28387